نوی کال او نوی فرصتونه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د بن د دوهم کنفرانس او سلاکارې لويي جرګې په درشل او له هغې روسته ، سیمه او  په کور دننه افغانستان د نویو تغیرونو او بدلونونو سره مخامخ دی . په ټولیزه توګه دا تغییرونه د افغانانو په خیر او ګټه شمېرلی شو او د افغان دولت په وړاندې يي نوي فرصتونه او افقونه مخې ته ایښې دي. خوکه د نویو فرصتونو او پرانیستو افقونو په محاسبه کې افغان دولت ختاوځي او له هغو څخه د سولې او امنیت په راوستلو او افغانانو ته د ښې ادارې او خدماتو په وړاندې کولو کې د پخوا پشان ناغیړي وکړي ، دا فرصتونو هسې له لاسه وځي او افغانان به بله پېړۍ انتظار باسي چې که بیا داسې مناسب فرصتونه ترلاسه کړي !

د نوي کال په راتګ د خپلو ټولو ناولتیاوو ، فساد او دیماګوګ سیاست ( هغه سیاست چې ولس تېرباسې ) سره سره بیا هم دا افغان دولت نه دی چې د ځینو په اند ، د بن بست سره مخ دی بلکې د افغان مرکزی دولت په وړاندې په کور دننه ورانکاري او سیمه یز مخالفین دي چې د بن بست ، غوڅې ماتې او رسوايۍ سره مخ دي .

نوي کال کې پاکستان چې د افغانانو تاریخي بدخوا دی ، په کور دننه په سختو ستونځو او شخړو کې ډوبیږي . پاکستانۍ ټولنه چې د پوځیانو او ملکي بدماشانو په ۶۰ کلن یرغمل کې ښکېل ده بلاخره دې ته اړ شوې چې د دوی ګریوانونو ته لاس ورواچوي . د پاکستان د واک د درې ګونو قواو ترمنځ شخړه ، د رسنیو د رسوايۍ له کچې اوړي او په کورني تاوتریخوالي بدلیږي . د رسنیو په روستۍ وینا د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ تر منځ کړکېچ اوج ته رسېدلی .

د پاکستان پوځ چې د دغه هیواد په پنځه شپېته کلن تاریخ کې څلور کودتاوې کړي او لا هم باوري دی چې د پاکستان د ګټو او ساتنې دفاع کوي ، له پیل څخه زرداري ته په ښه سترګه نه دي کتلي .

د پاکستان دولتمشر زرداري لا څلور کاله وړاندې د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر په ۲۷ مه د خپلې میرمن بېنظیر بوټو د جنازې په مراسمو کې ویلي وو ، پوځیان چې موخه يي هغه مهال پرویز مشرف و، نه غواړي پاکستان روغ رمټ پاتې شي په داسې حالت کې پيپلزپارټې هم د پاکستان د سلامتیا ذمه واره نه ده .

« یو یاداشت چې د جنوري په ۱۷ مه خپور شوې په هغه کې د پاکستان سترې محکمې، لومړي وزیر یوسف رضا گیلانی ته ویلي چې عدالت ته یی سپکاوی کړی او د محکمې امریې نه دی تعقیب کړی چې په ولسمشر زرداري باندی د اداري فساد تورونه را وسپړي. دغه یاد داشت لومړي وزیر ګیلاني ته امرکوي چې د جنورۍ په ١٩ دي محکمې ته حاضر شي. که چیري په محکمه کې مجرم وخوت ، نو ښاغلی گیلانی بندی کیدی او د صدارت له مقام څخه لیري کیدلی شي .

قاضیان حکومت څخه غواړي چې پر ولسمشر اصف علي زرداری د اداري فساد تورونه چې د ١٩٩٠ د لسېزې د وخت تورونه دي بیا را وسپړي. امریکا غږ »

خیبر پښټونخوا کې هم د پولیسو په اډو باندې بریدونه ، د شیعه او سنیانو په منځ کې وسلوالې نښتې ، د بلوچیستان کړکېچن حالات او په هغه ایالت کې د پولیسو پر چوڼیو د بلوڅو د خپلواکۍ غورځنګ یرغلونه که پر پاکستاني ولس باندې د اقتصادي ستونځو او پرګنیزو وزګاریو او بېکاریو سره یوځای شي ، د پاکستان راتلونکې نوره هم پيکه او تتولای شي .

همداراز د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت او سترې محکمې ترمنځ جنجالونه په داسي حال کې ادامه لري چې وسله والو طالبانو هم په پاکستان کې حملو ته دوام ورکړی دی.

د جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په شمالي وزیرستان کې د پولیسو پر یوه ماموریت برید کړی ، درې پولیس یې وژلي او نه تنه نور یې ژوبل کړي دي .

 بلخوا یو شمیر سیاسي شنونکي په دې اند دي چې ښایې له امریکا او جرمني سره د طالبانو د سولې د خبرو له تودیدو سره سم د طالبانو وسلوال مقاومت په  دوه برخو وویشل شي.

هغوی وايي چې د طالبانو تنظیم به ځکه په دوه ډلو وویشل شي چې د ملاعمر ښاخه یې د سولې پلوي کوي خو د پاکستان د ای اس ای ترمستقیم اغیز لاندي طالبان به هیڅکله هم د پاکستان له امره پرته د سولې خبرو ته حاضر نه شي.

همدارنګه د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار چې تر نورو مخکې د باد لګېدا لوری حسولای او مالومولای شي ، نوې وضعې ته په پام کابل حکومت ته د همکارۍ په وزرو او امریکایانو ته په نوي چوپړد لکۍ په ښورولو راضي ښکاري .

د پاکستان د کورنې وضعې په خرابېدو سره ، د وخت یاران نور نه غواړي چې هلته زیات تم شي او افغانستان کې د چوکیو او نوروغنایمو په ویش کې د ګډون فرصت له لاسه ورکړي .

بلخوا په کور دننه د برهان الدین رباني له مرګ روسته چې په مناسبه سزا ورسید جمعیت ، نظارشورا او د هیواد په شمال کې د پخوانۍ ټلوالې نور ډاکوان یتیم ، بې سرپرسته او مړژواندې ښکاري . دوی په اخرو دوه درې میاشتو کې هیواد کې دننه او بهر ډېرې منډې ترړې وکړي ، خو یوې هم سر ونه نیو . لومړی يي د سلاکارې لويي جرګې د پرانیستلو سره مخالفت وکړ.  خو کله يی چې ولیدل د دوی له ګډون پرته هم هغه جرګه جوړه شوه ، روسته يي یوې څانګې د جرګې پریکړې ومنلې او بلې څانګې د پخوا پشان ځان مرور وساته .

دوی په قطر کې د طالبانو ، دولت او نړیوالو له خبرو سره هم چې هیواد کې د سولې او ټیکاو په موخه کیږي، وارختا دي . د همدې وارختايۍ له کبله یو شمېر يي لکه ضیا مسعود ، محقق ، دوستم او امرالله په بډو ګوتې ووهلې او تر برلین پورې په یوه منډه ، ساو تیګا ورسېدل . هلته هم دوی چې کومې خبرې له امریکایانو او جرمنانو سره کړي او په هغو کې يي د پردیو سرتېرو او پوځي لګښتونو په بیه افغانستان کې د جګړې اور تلپاتې غوښتی ، اوس ددې خبرو حال د افغانانو له ډاره چا ته ښکاره نه شي ویلای . دا چې وايی « خاین ، ډارن وي » دوی چې هلته د سولې نه منلو او د هیواد پاشلو په نیت تللي وو لومړی په لاره کې دوه ځایه شول . یوې ډلې يي په غونډه کې له ګډون څخه انکار وکړ . دوهمه ډله چې په ځان ډاډه ښکاریده او د برلین په کرغیړنه غونډه کې يي ګډون وکړ د افغانانو له پراخ غبرګون څخه روسته پخپلو کړو خبرو یا خپله منکر او یا د خپلو ویاندانو په خوله منکر شول . د دوستم ویاند ذکی وویل ، چې د ملي جنبش پلویان په برلین کې د دوستم خبرې نه مني اوهغه یوازې د دوستم خپلې خبرې دي او د ملي جنبش پریکړه هسې نه ده .

اوس له دوی څخه پوښتنه دا ده ، کله چې دوی خپلو تنظیمونو ته هغه خبرې چې دوی په برلین کې کړی دی نه شي کولای نو دا خبرې به نورو افغانانو ته څنګه ووايي !

د برلین کرغېړنې غونډې د افغانانو د یووالي دوښمنان او د افغانستان بدخواهان دومره رسوا او ذلیل کړل چې اوس له افغانانو پټ ګرځي !

له نورو خواو هم په ۲۰۱۲ کال کې د افغانانو بخت ویښ ښکاري . ایران د افغانستان بل شرګډی او بدخوا ګاونډی هم په خپلو خولو کې خیشت دی . د اتومي وسلو د جوړښت او په کور دننه د ایراني ولس په زندۍ کولو کې يي د عرب او عجم دوښمني ځانته ګټلې ده . د ایران دفاع وزیر احمد وحیدي چې څو ورځې مخکې يي د هرموز تنګي د تړلو ګواښ کړی و ، سیمې ته د انګلستان د اوبتل په رسېدلو او د امریکایانو په خوځښت سره خپله خبره بېرته واخیسته او لارې ته راغی . دا چې وايي کږه خوله په سوک سمیږي د ایران په اړه صدق کوي .

په لنډه توګه ویلای شو ، د افغانستان دواړه شریر او مضر ګاونډیان پاکستان او ایران پخپلو کورنیو ستونځو کې ګېر او ښکېل دي او د خپل بدن د زخمونو او ټپونو په څټلو بوخت دي . د دوی کورني بحرانونه افغانستان ته فرصت برابروي چې خپلې ستونځې په سړه سینه حل کړي . همداراز هیواد کې دننه ورانکاري او بېلتونپالې ډلې د افغانانو د قهر او غضب سره مخ دی او د خپل بیا سمون او رغون په کړکېچ اخته دي . د بن له دوهم کنفرانس روسته افغانستان سره د نړیوالو پراخو مرستو ژمنې شوې او د لويي جرګې په سلا او مشوره دولت په نړیوال او کورني ډګر کې د پرانیستی او پراخ لاس خاوند شویدی .

په داسې ګټورو فرصتونو ، دولت کولی شي قطر کې په ځواکمن دریځ طالبانو سره د سولې او امنیت خبرې مخې ته یوسي او بلخوا د ښې او کاري ادارې په رامنځته کولو سره افغانستان له موجوده کړکېچه وباسي .

ترڅو چې دولت د فاسدو مامورینو او جهادي ــ مافیايي کړیو څخه ځان ونه څنډي او سالمې ادارې ته پورې نه وځي ، که د نړي ټولې مرستې راسر وي او سیمه هم ټوله فرصت فرصت وي ، ډبره به له ځایه ونه ښوري او د افغانانو به همدغه حال وي څنګه چې دی !

د ۲۰۱۲ کال د جنوري ۱۸ مه

                  


February 1st, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات